The news is by your side.

افغان اهل هنود غواړي ژر تر ژره افغانستان پرېږدي

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان اهل هنودو په کابل کې د هند استازولۍ ته د یوې پاڼې په استولو سره غوښتنه کړې چې د افغانستان څخه ژر تر ژره پورې بهر کړل شي.

د سکهانو په دې پاڼه کې چې د هند سفارت ته لیکل شوې ده، راغلي چې له شپږ سوه پنځوس څخه تر اوه سوه پورې د سکهانو کورنۍ په افغانستان کې ژوند کوي او دوی له دې هېواد څخه ژر تر ژره پورې د بهر کېدو غوښتونکي دي.

په دې پاڼه کې چې د هند اکسپرس تریبیون خپره کړې ده راغلي چې داعش هره ورځ له دوی سره ګواښوونکې اړیکې نیسي چې که چېرې دوی ژر تر ژره پورې افغانستان پرې نه ږدي ناوړه پایلې به ولري.

افغان سیکهانو ویلي دي چې د دوی هېڅ څوک چمتو نه دي چې افغانستان کې ژوند وکړي.

څو اوونۍ وړاندې په کابل کې د سکهانو په عبادت ځای د داعش ډلې په خونړي برید کې څه کم شپږ ویشت تنه ووژل شول او اته نور ژوبل شول.

چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د سکهانو او اهل هنودو پر درمسال باندې د داعش جنګیالیو دغه برید وحشیانه وبللو.

بیا پاکستان هم په کابل ښار کې د افغان سکهانو پر عبادت ځای برید وغنده.

پاکستان د دغه برید له قربانیانو سره او افغانانو سره غمشریکي څرګنده کړې ده.

مخکې له دې په ننګرهار کې مېشت سیکهانو په مشرقي ولایتونو کې یې زور واکانو ۲۰۰ جریبه ځمکه غصب کړې وه دا پرمختګونه داسې مهال کیږي چې په دې وروستیو کلونو کې ډېر سیکهان له افغانستان څخه ووتل.

تېرکال هم د جلال اباد په ښار کې په یو ځانمرګي برید کې شاوخوا ۲۰ سیکهان ووژل شول.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.