تازه سرلیکونه
تاسویاست په کورپاڼه / افغانستان او نړۍ / جمعه خان همدرد پر ځینو وکیلانو نیوکي وکړې

جمعه خان همدرد پر ځینو وکیلانو نیوکي وکړې

 

د پکتيا والي جمعه خان همدرد د ولسي جرګي په يو شمير وکيلانو او سنا تورانو نيوکه وکړه  چې د شخصي غوښتنو پر سر يې ورسره عقده اخيستې او دده په  اداره پسي بې بنسټه تبلغات کوي.

هغه زياته کړه چې يو شمير وکيلان او د سنا مجلس غړي  په پکتيا کې د شخصي ګټو پر سره

 د فساد په نامه د پکتيا اداره تخريبوي .والي زياته کړه ملی شورا يو شمير غړو ورڅخه  د کورنو او نمرو غوښتنه کړي خو دوي يې دا غوښتنه نه ده منلي او اوس په دوي پسي بي بنياده تبليغات کوي .والی  که څه هم د چا نوم وانخيست خو ويي ويل که اړتيا وليدل شي د ټول اسناد به رسنيو او ولسونو ته وړاندې کړي 

نومړي دغه خبرې د نشي توکو په اړه په جوړه شوي غونډه کې وکړي او زياته يې کړه چې پکتياوال بايد خپلمنځي اختلافات له منځه يوسي د سيمي د امنيت او جوړښت لپاره کار وکړي .

هغه په خلکو غږ وکړ چې د غزني د خلکو له پاڅون نه په الهام اخيستلو سره په خپلو سيمو کې هم دهغو ټولو خلکو په وړاندې ودريږې چې ښوونځي سوځي او خلک وژنې .

دا لومړی ځل نه ده چې د ولسي جرګي او مشرانو جرګي په غړو په ادراو کې د لاسوهني نيوکه کيږي وړاندې له ده هم يو شمير وزيرانو او د ولايتونو واليانو د ولسي جرګي په يو شمير غړو نيوکه کړي وه چې په اداره کې يې لاسوهنه کوي .

د ولسي جرګي په يو شمير وکيلانو په داسی وخت کې د قانون د ماتولو او فساد  تور لګيږي چې دوي خپله د قانون  دملاتړ او د فساد د له منځه وړلو لويه دنده پر غاړه لرې .

3 تبصرې

  1. تل د وى زمونگ د پشتنو ويارلى شخصيت الحاج جمعه خان همدرد دولسمشر سلا كار وزير او دپكتيا والى

  2. تل د وى زمونگ د پشتنو ويارلى شخصيت الحاج جمعه خان همدرد دولسمشر سلا كار وزير او دپكتيا والى

  3. دپکتیا دوالی څخه په مننی دا لړی په ټول هیواد کی روانه ده وکیلان او سناتوران دولس دهغه رایه څخه بده شخصی کټه اخسیتنه کوی چی ولسونو ددی هیله درلوده چی وکیلان او سناتوران دخپلی سیمی خلک دی او ددوی ناره به واوری خو دا هرڅه اوس بل رنګه روان دی چی په سیمه او هیواد کی  یی دولایتونو پرکارونو ډير بد اغیز شندلی دی .
     
    وکیلان چی خپل ځانونه دلوی قدرت درلودونکی بولی ډیری بدی کړینی ترسره کوی او غوښتنی یی دولایتنو دغریبی خلکو سره ډير لوی ظلم او دولس پرحقونه ډير بد تیری دی .
    که چیر په یو ولایت کی دسناتور یا وکیل شخصی غوښتنی ونه منل سی نو دوی بیا دا دځان یو سپکاوی بولی او دهغو ولایت په والیانو پسی بی بنسټه تورنه لکوی او دهغه والی دایستل کیدو غوښتنه کوی چی دا دولایتنوسره ډیری بدی کړنی دی  یو وکیل یا سناتور چی باید دوالیانو سره په کارونو کښی مرسته وکړی  دلوی پروژو په اخیستو او پلی کولو سره دوالی همکاری وکړی چی دیو ولایت لپاره هیاتی ارزښت لری سناتوران او وکیلان دانه غواړی بلکی غواړی چی دده ډله په دولت کی نفوذ ولری او پرلوړو چوکی نااهله کسان مقرر کړی ترڅو ددوی شخصی غوښتنی ومنل سی .
     
    په ارزګان کی هروخت دغه لوبه ډیره ګرمه وی ددی دپاره چی یو سناتور او وکیل پوه سی چی ددوی دنده څه او څه باید وکړی او دڅه دپاره ولس رایه ورکړیده هغه هرڅه ورڅخه پاته وی شخصی غوښتنو ته  یی زور ورکړی دی او کوښښ کوی چی یو څه لاس ته راوړی او دچوکی څخه بده استفاده وکړی ولی دوی په دی باندی پوه سوی دی چی موږ په راتلوکو ټاکنو کی د دوهم ځل لپاره دولس رایه نه سو اخیستلای او ولس راباندی بی باوره دی نو کوښښ کوی چی خپل ځانونه ښه بوره کړی په زور ظلم او نارواسره ددولت شتمنی غضب کړی کله چی وروسته دوی وکیلان او سناتوران نه وی نو دوی به هرڅه لری . ښایسته کور دوستان پرلوی چوکیو مقرر، مارکیټ او داسی نور څه .
     
     اتل  ترینکوټ

ځواب ورته ورکړئ

ستاسو برېښنالیک به نه خپرېږي په نښه شوې برخه ډکه کړئ *

*

شما می‌توانید از این دستورات HTML استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <strike> <strong>

Scroll To Top