The news is by your side.

قطر امریکا افغانستان کې مهم کار ته وهڅوله

خبریال ویب پاڼه/ البان په همدې هڅه کې دي چې امریکا یوازي د افغانستان او د دوی په هکله خپل رضایت وښيي خو کار داسې روان دی چې امریکا زیاته په قهر ښکاري خو د لته یو
بل هېوا چې له امریکا او تالبانو سره ښې اړیکې لري امریکا په افغانستان کې ښه کار کولو ته وهڅوله.
راپورونه دا دي چې د قطر او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ ټلیفوني اوږدې خبرې شوې چې د بحث محور يې افغانستان او نور موضوعات وو.
په دې خبرو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو بلینکن په افغانستان کې د بشري مرستو پر ورکړه ټینګار وکړ او زیاته يې کړه دوی به دې چارې ته دوام ورکړي اتنونیو له خپل قطري سیال محمد بن عبدالرحمن سره د دې مکالمې په ترڅ کې د افغانستان پر روان وضعیت ګډ کار او همدارنګه د مرستو پر ورکړه ټینګار کړی.
بل پلو د قطر د بهرنیو چارو وزیر هم له خپله پلوه د افغانستان د مرستو پر دوام ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې دوی په افغانستان د سولې او ثبات د رامنځ ته کیدلو لپاره کارکوي.
دواړه لورو پر یو شمېر نورو سیمه ییزو مسایلو هم خبر کړې، خو دوی دواوړو د تالب ډلې په هکله کومه نوې خبره نه ده کړې چې یا د افغانستان د رسمیت پیژندلو وي او یاهم بل څه خو تر اوسه پوري د تالبانو له واکمني چې پر افغانستان حاکم شوي څلور میاشتي تیریږي او له هغه را وروسته د نړۍ هیڅ یوه هېواد په رسمیت نه دي پيژندلي خو دوی په دې لټه کې دي چې څوک يې باید په رسمیت وپیژني.
تالب ډله څه وايي؟
تیره شپه د تالب ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ټینګار وکړ چې نړۍ باید دوی په رسمیت وپېژني ځکه دوی د دولتدارۍ ټول اصول پر ځای کړي او نور داسې څه نه شته چې دوی يې حتمي پر ځای کړي.

Comments are closed.