The news is by your side.

تاجک ولسمشر افغانانو ته تاریخي پيغام ورکړ

خبريال وېبپاڼه: تېره ورځ د تاجکستان ولسمشر د افغانستان سرحد ته زرګونو ځواکونو د لېږلو په مراسمو کې په خبرو کې وويل چې افغانان هم بايد د تاجکانو غوندې سره کېني خبرې وکړي او يو توافق ته ورسېږي.

دداسې يو ملک له لوري چې دېرش کاله یې د ثبات نه کېږي افغانستان غوندې يو هيواد يو ملت ته چې د امپراتورۍ تاريخ لري، زرګونه کاله یې په سيمه حکومت کړی دی اوس د يوه کوچني هېواد له لوري خبرو ته هڅول کېږي او ورته وايي چې ددوي غوندې سره کېني.

واقعاً جګړې د افغانانو هويت د هغوي عزت ته يوه نا جبران کېدونکې ضربه ورکړه، افغان انسان نن په نړۍ کې دومره بې ارزښته دی چې بېرته ورته د یوه عزت مند او نورمال ملت هويت جوړول کېدی شي سلګونه کاله وغواړي.

افغانان په داسې يو ذهني ګډوډۍ اخته دي چې ورباندې خبر هم ندي، ډېری افغانان د خپلې بدبختۍ مسول ګاونډیان او لوی قدرتونه ګڼي په دې شک نشته چې موږ د ګاونډيانو او لوی قدرتونو څخه ډېره بې انصافه معامله ليدلې ده، خو په نړۍ کې ډېری هېوادونه سيالان لري، دښمنان لري، ګاونډي دښمنان مګر هېڅ یو داسې ندی ځپل شوی لکه افغانستان.

ددې سبب دادی چې افغانان خپل مسولیت نه ادا کوي او ددې مسولیت څخه د تېښتې لنډه لاره داده ورسره چې نور ملامت کړي، خو د واقعيت دنيا تراوسه افغانانو نه‌ده درک کړې.

د واقعيت نړۍ داده چې قوي او غښتلی یې ګټي، مګر افغانان دې اصل ته ندي ژمن، د افغانانو لومړئ مسولیت دادی چې خپل هېواد دننه وساتي، دننه موږ تراوسه پخپلو کې نه سره جوړېږو، په کابل کې موجود حکومت تراوسه د خپلو شریکانو سره ندی جوړ.

ددې ګناه که څه هم ډېرو اړخونو ته متوجه ده خو حقيقي خبره داده چې موجود ليډرشيپ دا حکمت او تدبر او تعقل نلري چې افغانان په نسبي ډول سره يو کړي، بلکې ډېر وخت پخپله د لا ډېر جنجال سبب کېږي.

افغانستان به هغه وخت خپل مسير بدل کړي، چې د هېواد لپاره قرباني ومني، د نورو د ملامتولو په ځای لومړی خپل ځانته متوجه شي، د چا خبره خپل مال او کور وساتي.

Comments are closed.